۰

کابل کې د یوه صراف د وژل کېدو په تور څلور تنه نیول شوي دي

دوشنبه ۸ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۷
امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په کابل کې د یو صراف د وژل کېدو په تور څلور کسان نیولي دي.
کابل کې د یوه صراف د وژل کېدو په تور څلور تنه نیول شوي دي
امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو په کابل کې د یو صراف د وژل کېدو په تور څلور کسان نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، امنیتي ځواکونو هغه څلور کسان نیولي دي چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې په کابل کې یو صراف په ډېرې بې رحمۍ سره وژلی و.

نوموړي زیاته کړې، په نیول شویو کسانو کې دوې ښځې او دوه سړي شامل دي.

ویل کېږي چې نیول شویو کسانو کې یوه یې د وژل شوي صراف مېرمن ده.

ځدراڼ ویلي چې تورن کسان یې د پلټنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي