۰

پاکستان ته قاچاق کېدونکې وسلې ونیول شوې

دوشنبه ۸ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۱۹
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د وسلو یوه سترمحموله چې پاکستان ته قاچاق کېدله نیولې ده.
پاکستان ته قاچاق کېدونکې وسلې ونیول شوې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو ننګرهار ولایت کې د وسلو یوه سترمحموله چې پاکستان ته قاچاق کېدله نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ننګرهار کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله احمدي وايي، په دغه محموله کې ۳۴ میله سپکې او درندې وسلې شاملې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو دغه وسلې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې نیولي او ورسره یې یو قاچاق کوونکی هم نیولی دی.
 
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم ننګرهار کې هغه وسلې او مهمات ونیول شول، چې پاکستان ته په قاچاق وړل کېدې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي