استرالیا ۱۶ نیم زره نور افغان کډوال په خپل هېواد کې مني

10 حمل 1401 ساعت 8:53

د استرالیا حکومت اعلان کړی، چې راتلونکو څلورو کلونو کې به ۱۶ نیم زره نورو افغان کډوالو ته هم په خپل هېواد کې پناه ورکړي.


د استرالیا حکومت اعلان کړی، چې راتلونکو څلورو کلونو کې به ۱۶ نیم زره نورو افغان کډوالو ته هم په خپل هېواد کې پناه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد حکومت پرون د افغان کډوالو لپاره د پناه ورکولو په هدف د بودیجې منظورېدو سره موافقه وکړه.

آسترالیایي چارواکو ویلي دي چې دا رقم پر هغو ۱۳۷۵۰ کسانو اضافه دی چې د کلني بشري پروګرام په چوکات کې په مجموع د هغه هیواد له خوا منل کیږي.

د آسترالیا د کډوالو وزیر الکس هاواک په حواله ویلي دي چې دا اقدام په افغانستان کې د آسترالیا د دوو لسیزو فعالیت وروسته زموږ له پایه داره تعهد څخه د مننې په منظور کېږي.

د آسترالیا د پخوانی تعهد له مخې، دې هېواد په راتلونکو څلورو کلونو کې ۱۵۰۰۰ افغان کډوال منل.

د آسترالیا حکومت په راتلونکو څلورو کلونو کې د ۱۶۵۰۰ اضافه افغان کډوالو د منلو لپاره ۶۶۶ میلیون ډالره ځانګړي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149222

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149222/

جمهور
  https://www.jomhornews.com