د بشري حقونو د څار سازمان:

نړیواله ټولنه دې پر طالب مشرانو بهر ته د سفر بندیز ولګوي

10 حمل 1401 ساعت 15:28

د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له خوا د ښوونځیو تړلو په غبرګون کې پر هغوی بندیزونه ولګوي.


د بشري حقونو د څار سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو له خوا د ښوونځیو تړلو په غبرګون کې پر هغوی بندیزونه ولګوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدربار نن چهارشنبې د وري ۱۰ مه په یوه اعلامیه کې له افغانستان څخه بهر د طالب چارواکو پر سفرونو د بندیز لګولو غوښتنه کړې ده.

دغه راز نوموړي دا هم یې ویلي چې له طالبانو سره دي د داسې غونډو له جوړولو څخه ډډه وشي چې د هغوی د اعتبار سبب ګرځي.

نوموړې ټینګار کړی، چې دولتونه باید د سفرونو د معافیت پای ته رسېدو چې ځینې لوړپوړي طالب چارواکي محدودوي ملاتړو وکړي.

مېرمن بار له مرسته کوونکو هیوادونو په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو، جرمني، برتانیې او اروپايي ټولنې څخه غوښتي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د بشري حقونو سازمان همدارنګه مرسته کوونکو هېوادونو ته واړندیز کړی دی چې په افغانستان کې د ښځو له حقوقو څخه د ملاتړ ټولنو سره همکاري وکړي.

دغه بنسټ ټینګار کړی دی چې د هغو نجونو لپاره چې د تیرو اوو میاشتو راپدېخوا له زده کړو څخه پاتې شوي دي باید د زده کړو نوي پروګرامونه ورته وړاندې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149251

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149251/

جمهور
  https://www.jomhornews.com