۰

متقي: هڅه کوو سیاسي جوړښت لا زیات همه شموله کړو

پنجشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۴۱
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې سیاسي جوړښت لا ټول شموله کړي.
متقي: هڅه کوو سیاسي جوړښت لا زیات همه شموله کړو
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، اسلامي امارت هڅه کوي، چې سیاسي جوړښت لا ټول شموله کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي متقي دغه څرګندونې نن پنشنبې د وري ۱۱ مه چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

ښاغلي مقتي په خپلو خبرو کې ویلي، د سیاسي جوړښت د لا زیات همه شموله کېدو هڅې روانې او په همدې هدف په کور د ننه شخصیتونو سره د اړیکو نیولو لپاره د کابینې په کچه یو کمېسیون جوړ شوی دی.

نوموړي و ویل« د اسلامي امارت کابینې د وزیرانو په کچه کمېسیون تشکیل کړی چې په کور دننه هم له افغان شخصیتونو سره اړیکې ونیسي، حکومت هڅه کوي چې سیاسي جوړښت لا زیات همه شموله شي.»

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ښاغلي متقي له قوله ویل شوي، د افغانستان نوی حکومت غواړي چي په خپل متوازن اقتصاد محوره سیاست افغانستان له ټکرونو وساتي.

ښاغلي متقي په افغانستان کې د اسلامي امارت د حکومت د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د نوي حکومت تقویه کیدل د ټولو په ګټه دي او کمزورتیا یې د ټولو په زیان ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي