۰

اسلامي امارت د سترو اقتصادي پروژو پلي کولو ته ملا تړلې ده

شنبی ۱۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۳
اسلامي امارت وايي، د روان کال په لړ کې به په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو کارونه پیل شي.
اسلامي امارت د سترو اقتصادي پروژو پلي کولو ته ملا تړلې ده
اسلامي امارت وايي، د روان کال په لړ کې به په هېواد کې د سترو اقتصادي پروژو کارونه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي ویلی، د روان ۱۴۰۱ کال په لړ کې به په ملي کچه د کانونو په برخو کې د ځینو تړونونو او د اوبو د مدیریت پروژو تر څنګ د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د جذب بهیر هم پیل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې سربېره به د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو تر منځ هغو لویو اقتصادي پروژو کارونه هم پيل شي چې تر اوسه یې کارونه په ټپه ولاړ وو.

ښاغلي کریمي ویلی، اوس په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو لپاره تر بل هر وخته ښه زمینه برابره شوې ده.

د خصوصي سکټور غړي وايي،د لویو اقتصادي پروژو د کارونو پيل به د فقر او بې کارۍ کچه راټیټه کړي.

دغه راز دوی زیاتوي، د ټاپي، کاسا زر او په هېواد کې د ریل پټلۍ د پراختیا پروژې کولی شي، چې د سیمې د هېوادونو تر منځ د اقتصادي پراختیا لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څلور ورځې وړاندې بلخ ولایت کې د قوشتېپې اوبو کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري ستره پروژه پیل او دغه راز یې وړمه ورځ د یوه ستر صعنتي پارک د جوړولو چارې هم پیل کړې.

دغه راز ویل کېږي، چې په نېږدې راتلونکې کې به له کابله تر  کندهار او له هغه ځایه تر هرات پورې د لویې لارې د بیارغونې چارې هم پیل شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي