۰

 خلیلزاد بیا رامخ ته شوی، له باجوه سره پر افغانستان غږېدلی

شنبی ۱۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۳
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې دي.
 خلیلزاد بیا رامخ ته شوی، له باجوه سره پر افغانستان غږېدلی
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره پر افغانستان خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي، خلیلزاد په  اسلام اباد امنیتي فورم ناسته کې د ګډون په موخه اسلام اباد  ته ورغلی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړي د دې فورم په څنډه کې د پاکستان د پوڅ له مشر جنرال باجوه سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د افغانستان پر وروستیو حالاتو خبرې کړې دي.

سرچینه وايي، باجوه د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

د امریکا دغه پخواني دیپلومات په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر امریکا تور پورې کړی چې د ده د حکومت د ړنګولو هڅه کوي او له ګواښونو ډک لیک یې ورته استولی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي