۰

اسلامي امارت یو امریکایي تبع او د هغه ورور له بند څخه خوشې کړل

شنبی ۱۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبانو یو امریکایي تبع او د هغه ورور چې په امریکا کې د دایمې اوسېدنې سند یې درلود د بند څخه خوشې کړي دي.
اسلامي امارت یو امریکایي تبع او د هغه ورور له بند څخه خوشې کړل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبانو یو امریکایي تبع او د هغه ورور چې په امریکا کې د دایمې اوسېدنې سند یې درلود د بند څخه خوشې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو دا دوه وروڼه د تېر کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۸ مې نیټې نیولي او بندیان کړي و او پرون یې خوشې کړل.

طالبانو امریکایي تبع صفي الله رووف او ورور یې انیس خلیل چې دامریکا د ګرین کارت تر څنګ د بریتانیې تابعیت هم لري په داسې حال کې په افغانستان کې ونیول چې د اړمنو کورنیو سره یې بشري مرستې کولې او شاوخوا ۱۰۵ ورځې یې بندیان کړي و.

اسلامي امارت تر اوسه دا نه دي ویلي چې دا کسان یې په کوم دلیل نیولي و او نه یې هم د هغوی د خوشې کېدو په اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي