روسیه:

د اسلامي امارت سره د نړیوالو تعامل به د افغانستان او هم د نړۍ په ګټه وي

14 حمل 1401 ساعت 8:38

د روسیې  د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا ویلي چې نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي.


د روسیې  د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا ویلي چې نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي لاوروف په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې د اسلامي امارت سره د نړیوالو تعامل به د افغانستان او هم د نړۍ په ګټه وي.

نوموړي څرګنده کړې ده چې که چېرې نړۍ له طالبانو سره تعامل ونه کړي نو نه یوازې له ترهګرۍ سره مبارزه سختېږي بلکې ممکن له دغه هېواد څخه یو ځل بیا نړۍ ته ګواښونه متوجه شي.

لاوروف دغه راز ویلي چې ستونزه په طالبانو کې هم ده، د هغوی په حکومت کې سیاسي او قومي تنوع نشته او دې ته یو ټولشموله دولت نه شي ویل کېدای.

د روسیې  د بهرنیو چارو وزیر په وینا د طالبانو حکومت کې ټول طالبان دي بل څوک پکې نه لیدل کېږي چې دا له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل پر وړاندې ستر خنډ دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149323

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149323/

جمهور
  https://www.jomhornews.com