یونس خان د افغانستان د کرکټ لوبډلې بېټنګ روزونکی وټاکل شو

14 حمل 1401 ساعت 8:57

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کیپتان یونس خان یې  د خپلې لوبډلې د بیټنګ روزونکی ګومارلی دی.


د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د پاکستان د کرکټ لوبډلې پخوانی کیپتان یونس خان یې  د خپلې لوبډلې د بیټنګ روزونکی ګومارلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ دا پرېکړه څو ورځې وروسته له دې وکړه چې د پاکستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی عمرګل یې د باولینک روزونکی وګوماره.

ټاکل شوې ده چې یونس او عمرګل په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د روزنې په کمپ کې یوځای شي.
افغان لوبډله د مارچ په ۳۱ متحده عربي اماراتو ته لاړه او حاضردمه هلته په روزنه بوخته ده.

دا کمپ په بېلابېلو برخو کې د افغان لوبغاړو د روزنې لپاره یو ښه فرصت ګڼل کېږي.

د یادونې ده، چې د افغانستان کرکټ بورډ په وروستیو ورځو کې د انګلیستان پخوانی لوبغاړی ګراهام تورپ د سرروزونکي په توګه وټاکه.

په پام کې ده چې نوموړی د اپریل په پای کې په متحده عربي اماراتو کې له افغان لوبغاړو سره تمرین پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149325

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149325/

جمهور
  https://www.jomhornews.com