۰

په ټول افغانستان کې د کوکنارو پر کر او قاچاق بندیز ولګېده

یکشنبه ۱۴ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۹
د افغانستان د اسلامي امارت مشر امیر ملا هیبت الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.
په ټول افغانستان کې د کوکنارو پر کر او قاچاق بندیز ولګېده
د افغانستان د اسلامي امارت مشر امیر ملا هیبت الله اخندزاده د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبې د وري۱۴ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د یاد فرمان له صادرېدو وروسته په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت په «مطلق» ډول بند دی.

فرمان کې راغلي«د دې فرمان د صدور له نېټې وروسته د کوکنارو کرکیله په ټول هېواد کې په مطلق ډول منع دی او هېڅ څوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي... دې د فر مان تعمیل لازمي دی، که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضايي ادارو له لوري به تعقیبېږي او مجازات کېږي به.»

په فرمان کې ویل شوي که چېرې هر څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي، د کوکنارو کښت به یې له منځه وړل کېږي او په خبره یې له سرغړونکي سره به یې د« اسلامي شریعت» له مخې چلند کېږي.

دغه راز په فرمان کې د الکولي مشروباتو، هیروئین، شیشه، ټابلېټ کا او چرسو په ګډون د نورو نیشه موادو پر استعمال، انتقال پېر او پلور باندې هم بندیز لګول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي