۰

د اروپا د مسلمانانو ټولنه د افغانستان د پوهنې برخي سره مرسته کوي

دوشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۲
د اروپا د مسلمانانو ټولنې د افغانستان د پوهنې له برخې سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.
د اروپا د مسلمانانو ټولنه د افغانستان د پوهنې برخي سره مرسته کوي
د اروپا د مسلمانانو ټولنې د افغانستان د پوهنې له برخې سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې د پوهنې سرپرست وزیر له ایوان ریډلي په مشرۍ د اروپا د مسلمانانو ټولنې له پلاوي او د انګلستان د الخیر فاونډیشن له مشر امام قاسم رشید سره لیدنه کړې ده.

په دغه لیدنه کې د هېواد د روزنیز نظام پر محوریت خبرې شوې او د اروپا د مسلمانانو ټولنې مشرې مېرمن ایوان ویلي چې دوی له افغانستان سره په تېره بیا د پوهنې له برخې سره مرستې ته تیار دي.

د پوهنې سرپرست وزیر هم په دې لیدنه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره د نړیوالو مرستو ته د قدر په سترګه ګوري او هیله لري چې وکړی شي د افغانستان په روزنیز نظام کې مثبت بدلونونه راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي