۰

د امریکا ځانګړي استازي له کرزي سره پر افغانستان خبرې کړې

دوشنبه ۱۵ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۸
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ او پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان راتلونکي د ټاکلو لپاره د مشورتي ملي بهیر په جوړېدو خبرې کړې دي.
د امریکا ځانګړي استازي له کرزي سره پر افغانستان خبرې کړې
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ او پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان راتلونکي د ټاکلو لپاره د مشورتي ملي بهیر په جوړېدو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ نن دو شنبه د وري ۱۵ مه په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې له حامد کرزي سره یې د هېواد د راتلونکي په اړه د افغانانو د غوښتنو په تړاو خبرې کړې دي.

دغه راز دواړو لوریو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌ کړو هم خبرې اترې کړې دي.

حامد کرزي تر دې وړاندې هم ویلي وو، په افغانستان کې د اوسني وضعیت حل لاره د لویې جرګې له لارې د یو ټول‌شموله حکومت جوړول دي.

د هغه په وینا طالبان وړاندې تر دې چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، باید ملي مشروعیت خپل کړي.

خو طالبان بیا خپله کابینه ټول‌ شموله بولي او وایي، هڅې روانې دي څو حکومت له دې هم ټول ‌شموله کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي