۰

د جوماتونو پر لوډسپيکرونو بندیزونه د خلکو له هرکلي سره مخ شول

سی شنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۲
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په یوه تازه پرېکړه کې د ټولو جوماتونو ملا امامانو ته سپارښتنه کوي، چې د سهار او ماښام آذانونونه پر یوه وخت وکړي.
د جوماتونو پر لوډسپيکرونو بندیزونه د خلکو له هرکلي سره مخ شول
د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په یوه تازه پرېکړه کې د ټولو جوماتونو ملا امامانو ته سپارښتنه کوي، چې د سهار او ماښام آذانونونه پر یوه وخت وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه زار وزارت دا ټینګار هم کړي، چې له دې وروسته دې د پيشلمي پر مهال د جوماتونو پر لوډسپیکرونو تلاوت، نعتونه او ترانې هم نه غږول کېږي.

حج او اوقافو وزارت ټینګار کړی دی چې که چېرته کوم چا له دې امر څخه سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د یاد وزارت دغه پرېکړه او اقدام د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی  ویلي، چې تر اوسه په هر وخت کې له لوډسپیکرونو څخه په لوړ غږ نشراتو خلکو، په خاص ډول ناروغانو او د روژې له کبله بې خوبه شویو خلکو ته مزاحمت و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي