۰

ملګري ملتونه: له افغانستان سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي

چهارشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۳
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس عبدالله الدردادي ویلي، افغانستان کې اوسنۍ بشردوستانه مرستې بسنه نه کوي.
ملګري ملتونه: له افغانستان سره اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام رییس عبدالله الدردادي ویلي، افغانستان کې اوسنۍ بشردوستانه مرستې بسنه نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي الدردادي زیاته کړې افغانستان کې د خلکو د ژغورنې لپاره د دوی پر هوساینه لا ډېر کار ته اړتیا ده.

نوموړی وايي، تر هغه چې نړیواله ټولنه د افغانانو د ژغورنې او اقتصادي ودې لپاره یو پیاوړی او پراخ پروګرام پیل نه کړي اوسنۍ بشري مرستې به پایله و نه لري او بسنه به هم و نه کړي.

دی زیاتوي، که نړیواله ټولنه په رښتیا غواړي چې په افغانستان کې بشري ننګونې کمې کړي نو د افغانانو د ژوند په ښه کولو کې باید رغنده رول ترسره کړي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې روان بشري وضعیت بوږنوونکی دی، راټولې شوې مرستې کفایت نه کوي او لا ډېرو مرستو ته شدیده اړتیا لیدل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي