افغان حکومت له ایران نه غوښتي، چې له کډوالو سره سم چلند وکړي

17 حمل 1401 ساعت 8:54

په داسې حال کې، چې ایران هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور رواباسي افغان حکومت له دغه هېواده غوښتي، چې له افغان کډوالو سره خپل چلند سم کړي.


په داسې حال کې، چې ایران هره ورځ زرګونه افغان کډوال په زور رواباسي افغان حکومت له دغه هېواده غوښتي، چې له افغان کډوالو سره خپل چلند سم کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په غبرګون کې ویلي، ایران د یوه ګاونډي هېواد په توګه باید له افغان کډوالو سره خپل چلند سم کړي او اجازه ورکړي چې په ازادانه توګه او په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې افغان لوری له ديپلوماتیکو لارو غواړي د کډوالو اړوند مسایل له ایران سره حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران په تېرو دوه ورځو کې څه کم اته زره افغان کډوال په زور له دغه هېواده را ایستلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149424

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149424/

جمهور
  https://www.jomhornews.com