کابل کې چاودنه شوې، تر اوسه شپږ تنه ټپیان شوي دي

17 حمل 1401 ساعت 14:09

د پلازمېنې کابل په مشهور پل خشتي جامع جومات کې د لمانځه پر مهال یوه چاودنه شوې ده.


د پلازمېنې کابل په مشهور پل خشتي جامع جومات کې د لمانځه پر مهال یوه چاودنه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د وري ۱۷ مه ماسپښین ۱:۴۰ بجې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې خلک د لمانځه له ادا خلاص او دعا یې کوله.

د کابل امنیه قوماندانۍ چارواکي د چاودنې تایید کوي وايي، دغه چاودنه د لاس بم د غورځولو له امله رامنځ ته شوې ده.

د سرچینې په وینا چاودنه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي، خو دا چې موخه یې څه وه، څه نه دي ویلي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې همدې جومات څنګ ته په سرای شهزاد کې هم ورته چاودنه وشوه، چې له امله یې یو تن وژل شوی او تر پنځوس زیات ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com