د تاجکستان پولیسو دوه افغان قاچاقبر نیولي دي

18 حمل 1401 ساعت 9:12

راپورونه وايي، د تاجکستان پوليسو دوه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.


راپورونه وايي، د تاجکستان پوليسو دوه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نيول شوي کسان د افغانستان د تخار ولايت اوسېدونکي ښودل شوي او د تاجکستان پوليسو ويلي چې ياد کسان د نشه يي توکو د قاچاق د يوه لوی بانډ غړي دي.

پولیسو زیاته کړې، چې د نشه يي توکو دغه قاچاق کوونکي یې تازه د افغانستان – تاجکستان د پولې په اوږدو کې نيولي دي.

پولیس وايي، له دوی سره ۹۲ کيلو ګرامه نشه يي توکي چې ۷۹ کيلوګرامه هيرويين او پاتې چرس دي هم نيول شوي دي.

پوليسو ويلي چې د نيول شويو کسانو لپاره يې د تاجکستان د جزا قانون د ۲۰۰ مې مادې د څلورمې فقرې د حکم پر بنسټ دوسيه پرانيستې ده.
د دې مادې له مخې د نشه يي توکو قاچاق کوونکو ته د شل کاله بند سزا په پام کې نيول شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149452

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149452/

جمهور
  https://www.jomhornews.com