۰

مقتي د ایران له سفیر سره د کډوالو په اړه  اندېښنې شریکې کړې

دوشنبه ۲۲ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۴
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره لیدلي او ایران کې یې افغان کډوالو سره د شوي چلند په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.
مقتي د ایران له سفیر سره د کډوالو په اړه  اندېښنې شریکې کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره لیدلي او ایران کې یې افغان کډوالو سره د شوي چلند په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي ښاغلي متقي پرون یکشنبې د وري ۲۱ مه له امینیان سره وزارت کې ولیدل او په ایران کې یې د افغان مهاجرینو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه ورته څرګنده کړه.

ښاغلي مقتي په ټینګار سره د ایران سفیر ته ویلي، چې خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي تر څو خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان مهاجرینو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

نوموړي ویلي، په ایران کې د افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړ هېوادونو په اړیکو او عام ذهنیت منفي اغیز کوي او د دواړو هېوادونو دښمنانو ته د تخریب او اختلاف اچولو فرصت ور کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار کړی، چې د افغان مهاجرینو له نوم څخه په استفاده هېڅ مجرم د ټولو د فکر، نیت او عمل نمایندګي نه کوي.

د ایران سفیر په دې اړه ویلي، د امام علی رضا په مقدس حرم کې د چاقو په مټ ۲ روحانیون او یو خادم زخمي او ووژل شول له هغې وروسته ځینو مغرضو کړیو د یوې پلان شوې دسیسې له مخې په مطبوعاتو کې د دواړو دوستو او ګاونډیو هیوادونو د ولسونو تر منځ د کرکې او بدبینۍ د رامنځته کولو په هدف منفي تبلیغات پیل کړل.

امینیان ډاډ څرګند کړي، چې حکومت یې له افغان مهاجرینو سره د بد چلند نیت نه لري او تل هڅه کوي د دواړو هېوادونو اړېکې سره نږدې او باورمندې کړل شي.

کابل کې د ایران سفیر دا هم ویلي، چې د ښاغلي متقي پیغام به خپلو مشرانو او حکومت ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي