د کرکټ نړیواله شورا: د افغانستان له کرکټ سره مرستو ته دوام ورکوو

22 حمل 1401 ساعت 10:29

د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې تازه پرېکړې کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سره د مرستو د دوام ژمنه کړې خو د ښځو د کرکټ‌ د پراختیا او د پرمختګ غوښتنه یې هم کړې ده.


د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې تازه پرېکړې کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سره د مرستو د دوام ژمنه کړې خو د ښځو د کرکټ‌ د پراختیا او د پرمختګ غوښتنه یې هم کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شورا پرون یکشنبې د وري۲۱ اعلامیه کې ویلي، د افغانستان په اړه د کرکټ د نړیوالې شورا کاري ګروپ خپل راپور وړاندې کړ او میرویس اشرف یې د افغانستان د کرکټ بورډ تعین شوی استازی پېشنهاد کړی دی.

اعلامیه وایي، کاري کمېټې بورډ ته مشوره ورکړه چې د کرکت د نړیوالې شورا د ښځو د کرکت د پراختیا د څارلو په ګډون د افغانستان د نارینوو د لوبډلې سره مرستې روانې ساتي چې نړیوالې لوبې وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو د کرکټ د پراختیا په اړه خپله مسلسله ژمنه تائید کړې او د دې کار د ترسره کولو لپاره به کاري کمېټې ته بشپړ عملي پلان او بودیجه سپاري.

سرچینه زیاتوي، کاري کمېټه به حالت څاري او د پرمختګ په اړه به یې تازه معلوماتترلاسه کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان د کرکټ د مدیریت او نورو اړوندو چارو د ارزولو لپاره یوه کاري کمېټه وټاکله چې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر رمیز راجا هم په کې شامل دی.

د دغې کمېټې کار دا دی چې په افغانستان کې به د کرکت چارې څاري چې مطمین شي هر څه د نړیوالې شورا د قانون په اساس مخې ته ځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149556

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149556/

جمهور
  https://www.jomhornews.com