۰

تېر کال د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي

سی شنبه ۲۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۰
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي وايي، تېر کال له هېواد څخه د ملیونو ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.
تېر کال د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت چارواکي وايي، تېر کال له هېواد څخه د ملیونو ډالرو په ارزښت جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، تېر کال د افغانستان د جلغوزیو د صادراتو لپاره ښه کال و او افغان سوداګرو د شاوخوا ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت جلغوزي بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، روان کال هم هڅه کېږي چې د افغان کروندګرو دغه مهم محصول ته په نړیواله کچه بازار موندنه وشي او دوی وکړی شي خپل توکي صادر کړي.

د یادونې ده، خوست او پکتیا هغه ولایتونه دي چې تر نورو ډېر جلغوزي پکې تولید شوي دي او همدا راز چین بیا د هغو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېر جلغوزي ورته صادر شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي