ایران طالبانو ته! زموږ د سفارت او قونسلګریو امنیت خوندي کړی

23 حمل 1401 ساعت 11:04

وروسته له هغې، چې ایران کې له افغان کډوالو سره د شوي ظلم په اړه کابل او ځینو ولایتونو کې لاریونونه پیل شول، ایران له اسلامي امارت نه غوښتي، چې د سفارت او قونسلګریو امنیت یې خوندي کړي.


وروسته له هغې، چې ایران کې له افغان کډوالو سره د شوي ظلم په اړه کابل او ځینو ولایتونو کې لاریونونه پیل شول، ایران له اسلامي امارت نه غوښتي، چې د سفارت او قونسلګریو امنیت یې خوندي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت دې د دوی د سفارت او قونسلګریو امنیت تامین کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خطیب زاده ویلی، د دې احتمال شته چې ځینې کړۍ له فرصت په استفادې دوی ته خطرونه جوړ کړي، نو له همدې امله د خپلو ديپلوماتیکو او قونسلي ماموریتونو د ساتنې غوښتنه کوي.

د یادونې ده، چې پرون په کابل، خوست او هرات کې د ایران ضد لاریونونه وشول او د افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد پر چلند سختې نیوکې وشوې.

پارېدلو لاریونوالو په هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ د کاڼو ګزارونه هم وکړل او له ایران یې وغوښتل چې خپل غیر انساني چلند ته نور د پای ټکی کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149585

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149585/

جمهور
  https://www.jomhornews.com