امریکا: په وسله وال برید کې ۱۳ کسان ټپیان شوي

24 حمل 1401 ساعت 9:25

امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا په نیویارک ایالت کې په یوه وسله وال برید کې ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.امریکايي رسنۍ وایي چې د


امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا په نیویارک ایالت کې په یوه وسله وال برید کې ۱۳ کسان ټپيان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید د نیویارک په بروکلین میترو سټېشن کې یوه وسله وال کس چې د ګاز ضد ماسک یې اچولی و کړی دی.

دغه کس پر خلکو ډزې کړې دي او ۱۳ کسان یې ټپيان کړي دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

امریکايي پولیس وايي چې د برید اصلي انګېزه نه ده روښانه او بریدګر هم له سیمې په تېښته بریالی شوی دی، خو پلټنه یې روانه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149606

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149606/

جمهور
  https://www.jomhornews.com