په وسله وال برید کې پنځه پاکستاني پولیس وژل شوي دي

24 حمل 1401 ساعت 9:31

له ډېورنډ کرښې پورې غاړې دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر کاروان وسله وال برید شوی او ۱۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.


له ډېورنډ کرښې پورې غاړې دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پولیسو پر کاروان وسله وال برید شوی او ۱۲ تنو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، د پولیسو د ګزمې پر موټرو لومړی د راکټ او وروسته د سپکو وسلو برید شوی دی.

چارواکي تاییدوي، چې په پېښه کې پنځه پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون هم په همدې سمه کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي وو.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی خو د پاکستاني طالبانو تحریک له روژې وړاندې ویلي و، چې د همدې میاشت په لومړۍ نېټه به خپل بریدونه پیلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149607

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149607/

جمهور
  https://www.jomhornews.com