بامیانو کې د نشه يي توکو یوه ستره فابریکه کشف شوې

28 حمل 1401 ساعت 8:56

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو بامیانو ولایت کې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال د نشه يي توکو یوه فابریکه کشف کړې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو بامیانو ولایت کې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال د نشه يي توکو یوه فابریکه کشف کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د امنیتي چارواکو په وینا یاده فابریکه کې د دریو ټنو په اندازه د نشه يي توکو د پروسس خام مواد ضبط او نیول شوي دی.

سرچینه زیاتوی، چې د دغه فابریکې او نشه يي موادو په تړاو دوه تنه هم نیول شوي چې دا مهال تر پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

د یادونې ده، چې دا په نېږدې یوه اونۍ کې د نشه يي توکو د پروسس څلورمه کارخونه ده چې په بامیانو کې کشف او ضبط کيږي.

د نشه يي توکو فابریکې پر داسې مهال کشف کېږي، چې اسلامي امارت په وروستيو کې د نشه يي توکو پر کښت او کاروبار بنديزونه ولګول او خبرداری يې ورکړ چې که څوک له بنديزونو سرغړونه وکړي له جدي غبرګون سره به مخ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149717

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149717/

جمهور
  https://www.jomhornews.com