یو چینايي شرکت د افغانستان د جلغوزو د پروسس برخه کې پانګونه کوي

31 حمل 1401 ساعت 8:29

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، يو چینايي شرکت غواړي د افغانستان جلغوزي دلته تر پروسس کېدو وروسته نيغ په نيغه چين ته صادر کړي.


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، يو چینايي شرکت غواړي د افغانستان جلغوزي دلته تر پروسس کېدو وروسته نيغ په نيغه چين ته صادر کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه خونې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د امین زونګ په نوم د یوه چینايي شرکت رییس ورسره کتلي او د جلغوزيو د پروسس په برخه کې پانګونې ته يې لېوالتيا ښودلې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، پخوا به د افغانستان یوه برخه جلغوزي پاکستان ته صادریدل او امین زونګ شرکت به بیا یاد جغلوزي په پاکستان کې له پروسس وروسته چین ته صادرول.

ويل کيږي، یاد شرکت اوس غواړي چې په دې برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په افغانستان کې پروسس شوي جلغوزي په مستقیم ډول چین ته صادر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149819

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149819/

جمهور
  https://www.jomhornews.com