د امریکا ځانګړي استازي له حامد کرزي سره خبرې کړې دي

1 ثور 1401 ساعت 9:12

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړې او د روان وضعیت په اړه یې د امریکا اندېښنه ورسره شریکه کړې ده.


د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره خبرې کړې او د روان وضعیت په اړه یې د امریکا اندېښنه ورسره شریکه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وېسټ په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، چې له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې په تلېفون خبرې کړې دي.

د هغه په وینا په دې مکالمه کې یې د افغانستان پر روان وضعیت، وروستیو ترهګریزو بریدونو او د نجونو پر زده کړو خبرې کړې دي.

امریکا ویلي چې د روان وضعیت او ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه لري او همدا راز پر ژمنو د نوي حکومت عمل نه کولو هم دوی اندېښمن کړي دي.

دواړو لورو ټینګار کړی چې نوی حکومت باید د افغانستان د پرمختګ او ودې لپاره له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې عملي کړي او د خلکو د امنیت لپاره دې هڅې پراخې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149862

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149862/

جمهور
  https://www.jomhornews.com