طالبانو پاکستان ته د پرمختللي رادار سیستم د قاچاق مخنیوی کړی

1 ثور 1401 ساعت 10:07

ختیځ کې سیمه ییز استخباراتي چارواکي وايي، د اسلامي امارت ځواکونو پاکستان ته د پرمختللي رادار سیستم د قاچاق مخه نیولې ده.


ختیځ کې سیمه ییز استخباراتي چارواکي وايي، د اسلامي امارت ځواکونو پاکستان ته د پرمختللي رادار سیستم د قاچاق مخه نیولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه پرمختللي راد د قاچاق مخنیوي د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د امنیتي ځواکونو له خوا شوی دی.

کونړ کې د استخباراتو رییس پرون له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، دا رادار د نړیوالو اشغال ګرو ځواکونو له لوري د غره پر یوه څوکه د مخکنیو افغان ځواکونو په یوه پوځي اډه کې نصب شوی و.

خو په دې اړه یې نور جزیات نه دی ورکړي.

په ورته وخت کې هغه دا هم ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې له تېرو څو ورځو راهیسې په کونړ کې د پلټنې عملیات کړي او په لړ کې یې راز راز وسلې نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149870

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149870/

جمهور
  https://www.jomhornews.com