یونیسف:

افغانستان کې د پاکستان په بمبار کې ۲۰ ماشومان وژل شوي

1 ثور 1401 ساعت 10:38

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په خوست او کونړ کې د پاکستان له لوري په بمبارۍ کې ټولټال ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.


په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، په خوست او کونړ کې د پاکستان له لوري په بمبارۍ کې ټولټال ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یونیسف استازي محمد اګ ایویا پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، په خوست کې ۱۲ نجونې او ۳ هلکان او په کونړ کې بیا ۳ نجونې او ۲ هلکان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د یونسیف استازي محمد اګ ایویا دا ماشومان داسې مهال وژل شوي چې په خپلو کورونو کې ویده وو.

د یادونې ده، چې د پاکستان هوايي ځواک د روانې میلادي میاشتې په ۱۶ مه د افغانستان فضا نقض او په خوست او کونړ کې یې پر ملکي وګړو بمبار وکړ.

د ځايي چارواکو او اوسېدونو په وینا چې خوست کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې تر ۴۰ زیاتو او په کونړ کې بیا ۷ تنو ته چې د یوې کورنۍ غړي و، مرګ ژوبله واوښته.

د پاکستان دغه تېری او برید په کور د ننه او نړیواله کچه وغندل شوی او دا یې یو بشر ضد جنایت او وحشت وباله.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولی امنیت شورا ته په دې اړه خپل شکایت وړاندې کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


د مطلب کود: 149875

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149875/

جمهور
  https://www.jomhornews.com