امنیت شورا افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي دي

3 ثور 1401 ساعت 9:13

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې وروستي خونړي بریدونه چې په کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده غندلي دي.


د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې وروستي خونړي بریدونه چې په کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده غندلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، په وروستیو کې د افغانستان په څو ښارونو کې پر ملکي وګړو، جوماتونو او روزنیزو مرکزونو بریدونه شوي، چې ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.

امنیت شورا وایي دوی ټول دغه ډول بریدونه غندي او تمه لري چې عاملین یې د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

یادې شورا زیاته کړې، دوی د ترهګرۍ ټول ډولونه په ټولو ځایونو کې غندي او له نړیوالو غواړي چې د دغه پدیدې پر وړاندې مبارزه همغږې کړي او په ګډه د انسان وژنې مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغانانو سره شریکوي او تمه لري چې په دغه هېواد کې نور جګړې او بریدونه پای ته ورسېږي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل، کندوز، مزارشریف او ننګرهار ولایتونو کې خونړۍ چاودنې وشوې، چې له امله یې تر دوه سوه زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 149910

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149910/

جمهور
  https://www.jomhornews.com