۰

متقي: له نویو فرصتونو باید د ټولې سیمې په ګټه استفاده وشي

شنبی ۳ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۹
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سیمې پر هېوادونو غږ کړي، چې د نویو رامنځ ته شویو فرصتونه څخه باید د ټولو په ګټه استفاده وشي.
متقي: له نویو فرصتونو باید د ټولې سیمې په ګټه استفاده وشي
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د سیمې پر هېوادونو غږ کړي، چې د نویو رامنځ ته شویو فرصتونه څخه باید د ټولو په ګټه استفاده وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې متقي دغه څرګندونې د ازبکستان او قزاقستان له سفیرانو او د ترکنمستان او قرغزستان له استازو سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وايي دغه لیدنه کې د مرکزي اسیا هېوادونو تر منځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي اتصال خبرې شوې دي.

ښاغلي متقي د افغانستان او مرکزي اسیا تر منځ پر اړیکو، سوداګرۍ او اقتصاي اتصال خبرې او ټینګار یې کړی، چې له نویو فرصتونو باید د ټولې سیمې په ګټه استفاده وشي.

د مرکزي اسیا سفیرانو او استازو هم په خپل وار افغانستان سره د خپلو اړوندو هېوادونو د تجارت، ترانزېټ، رېل پټلۍ او د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد په برخه کې په ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي