د ایران ولسمشر:

نړۍ باید د اوکراین تر څنګ افغانستان باندې هم تمرکز وکړي

6 ثور 1401 ساعت 9:58

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پر پر نړیوالو غږ کړی چې د اوکراین له جګړې سره هممهاله دې پر افغانستان او په دغه هېواد کې پر روان بحران تمرکز وکړي.


د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي پر پر نړیوالو غږ کړی چې د اوکراین له جګړې سره هممهاله دې پر افغانستان او په دغه هېواد کې پر روان بحران تمرکز وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي رییسي په ټینګار سره ویلي، نړیوال دې اجازه دې نه ورکوي چې میلیونونه افغانان کډوال شي او روان اقتصادي وضعیت د انسانانو ژوند واخلي.

رییسي دغه څرګندونې دې هېواد ته د نوو ورغلو سفیرانو د اعتبارلیکونو د اخیستلو پر مهال کړې وايي، ایران له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي خو غرب تل په سیمه کې ناندرۍ او جګړې جوړې کړې دي.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر دا هم زیاته کړې، چې امریکا شل کاله په افغانستان کې حضور درلود، خو له ورانۍ، ویجاړۍ او د نشه يي توکو د قاچاق له ډېرېدو پرته یې بله هېڅ پایله نه لرله.

د ایران ولسمشر وايي، امریکا د همدې موخو لپاره په افغانستان کې وه او تر شل کاله جګړې وروسته یې په افغانستان کې هېڅ راز ابادي او بنسټیز کار تر شا نه دی پاتې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150014

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150014/

جمهور
  https://www.jomhornews.com