بهر ته د افغانستان د ډبرو سکرو په صاداراتو کې زیاتوالی راغلی دی

7 ثور 1401 ساعت 9:21

د ماليې وزارت وايي، په دې وروستیو کې له هېواده بهر ته د ډبرو سکرو به صادراتو کې بې مخینې زیاتوالی راغلی دی.


د ماليې وزارت وايي، په دې وروستیو کې له هېواده بهر ته د ډبرو سکرو به صادراتو کې بې مخینې زیاتوالی راغلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت زیاتوي، په وروستیو ۷ میاشتو کې کابو ۱.۸ میلیون ټنه د ډبرو سکاره بهر په ځانګړي ډول پاکستان ته صادر شوي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو پر اساس له دغه صادراتو څخه ۱۶ میلیارده افغانۍ تر لاسه شوې دي.

سرچینه زیاتوي، د سکرو د صادراتو له درکه افغان حکومت ته یوازې په ګمرکونو کې ۴ میلیارده افغانۍ عاید ورغلی دی.

د افغانستان د ډبرو سکاره له خورا ښه کیفیت برخمن دي، چې په وروستیو کې یې صادرات ډېر شوي او تر ډېره یې کانونه د هېواد په شمالي ولایتونو کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150041

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150041/

جمهور
  https://www.jomhornews.com