۰

امریکا او سویډن د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

چهارشنبه ۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۸
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له سویډني چارواکو سره پر روان وضعیت او وروستیو امنیتي پېښو خبرې کړې دي.
امریکا او سویډن د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ له سویډني چارواکو سره پر روان وضعیت او وروستیو امنیتي پېښو خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وېسټ او سوېډني چارواکو خبرې تر ډېره پورې له افغانستان سره پر بشري مرستو راڅرخېدې.

راپورونه وايي، په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې دوی به له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي او هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

همدا راز په دې لیدنه کې په هېواد کې پر وروستیو امنیتي پېښو اندېښنه څرګنده شوې او دواړو لورو ویلي چې په یوه اونۍ کې په بېلو ولایتونو کې د ترهګریزو پېښو ترسره کېدل او د ملکي وګړو وژل کېدل د جدي اندېښنې وړ مسئله ده.

امریکا او سویډن دغه بریدونه غندلي او ویلي دي چې خپله خواخوږي له افغانانو سره شریکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي