۰

قمي: امریکا هڅه کوي، د تهران او کابل اړیکې خرابې کړي

چهارشنبه ۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۵
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، امریکا او ځینې غربي هېوادونه هڅه کوي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې کړي.
قمي: امریکا هڅه کوي، د تهران او کابل اړیکې خرابې کړي
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي، امریکا او ځینې غربي هېوادونه هڅه کوي د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې خرابې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قمي په تازه مرکه کې ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي او په دې هڅه کې دی چې وکړی شي له افغانانو سره د دوی د هېواد په جوړولو کې مرسته وکړي.

د ایران ځانګړي استازي ټینګار کړي، چې امریکا او ځينې نور غربي هېوادونه په افغانستان کې ناکام شول او اوس یې هڅه دا ده چې د کابل او تهران ترمنځ اړیکې ترینګلې شي خو دوی به بریالي نه شي.

دغه ایراني چارواکي دا هم ویلي، چې طالبان د مشروعیت تر لاسه کولو لپاره د لویې جرګې رابللو ته هم تمایل لري او په دې اړه د ده په وینا په کابل کې خبرې پیل شوې دي.

د ده به خبره که څه هم طالب چارواکو د خپلو سیاسي مخالفینو سره د لویې جرګې د رابللو په اړه خبرې اترې پیل کړې خو ټینګار یې کړي، چې افغانستان کې له ټول ګډونه حکومت پرته ثبات امکان نه لري.

د ایران دغه ديپلومات داسې مهال پورته څرګندونې کوي چې تازه یو افغان پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو په تړاو د بحث لپاره ایران ته تللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي