۰

ازبکستان: را اړول شوې الوتکې بېرته افغان حکومت ته نه ورکوو

شنبی ۱۰ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۶
ازبکستان وایي په دغه هېواد کې د افغانستان ځای پر ځای شوې الوتکې افغان حکومت ته نه ورکوي.
ازبکستان: را اړول شوې الوتکې بېرته افغان حکومت ته نه ورکوو
ازبکستان وایي په دغه هېواد کې د افغانستان ځای پر ځای شوې الوتکې افغان حکومت ته نه ورکوي.

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي په یوه مرکه کې ویلي، په کابل کې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته ټولې ور وړل شوې الوتکې له امریکا سره د یوه توافق له مخې د ازبکستان له لوري ساتل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، دغه الوتکې د امریکا دي او پخواني حکومت ته اخیستل شوې وې، چې اوس هم نوي حکومت ته نه ورکول کېږي بلکې امریکا یې په اړه پرېکړه کوي.

د ازبکستان ځانګړي استازي ټینګار کړی، چې په دې اړه یې د افغانستان نوي حکومت ته هم وضاحت ورکړی دی.

د یادونې ده، چې تېر کال د افغان حکومت تر سقوط وروسته ګڼې الوتکې د پیلوټانو له لوري تاجکستان او ازبکستان ته یوړل شوې، چې بیا افغان حکومت په وار وار د دې الوتکو د راګرځولو غوښتنه کړې ده، خو تر دې دمه منل شوې نه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي