افغان حکومت:

د نجونو د ښوونځینو په اړه هېڅ بهرنی فشار نه منو

10 ثور 1401 ساعت 9:19

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د نجونو د ښوونځیو په اړه د هېڅ کوم بهرني هېواد او چارواکو فرمایشونه او فشارونه نه مني.


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د نجونو د ښوونځیو په اړه د هېڅ کوم بهرني هېواد او چارواکو فرمایشونه او فشارونه نه مني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي، حکومت د خپل مصالحو په نظر کې نیولو سره د دغو نجونو د ښوونځیو پرانېستل ځنډولي دي.

ریان وایي، د دوی حکومت په ټولو نورو برخو کې د ښو مشورو ورکړې او همکاریو ته اړتیا لري، خو په خبره یې د دوی ګواښونه ورته د منلو نه دي.

نوموړی دا خبره وروسته له هغې کوي، چې د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندوالي په اړه باید له طالبانو سره جدي حساب وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150121

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150121/

جمهور
  https://www.jomhornews.com