۰

جرمني د افغان کډوالو پر ننوتو محدویت لګوي

شنبی ۱۷ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۳
د جرمني د کورنیوچارو وزارت په پام کې لري، چې دې هېواد ته د افغان کډوالو پر ننوتو محدودیت ولګوي.
د جرمني د کورنیوچارو وزارت په پام کې لري، چې دې هېواد ته د افغان کډوالو پر ننوتو محدودیت ولګوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني چاپ دیر شپیګل مجلې پرون جمعه راپور ورکړی، چې د دې پرېکړې په اساس به په کال کې یوازې ۵ زره افغانانو ته جرمني ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.

د جرمني حکومت د اټکل له مخې د تېرکال په زمري میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۹ زرو په شاوخوا کې افغانان دې هېواد ته ورغلي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي