بایډن:

امریکا کې دې د افغان کډوالو د استوګنې لپاره زمینه برابره شي

17 ثور 1401 ساعت 13:51

د امریکا ولسمشر جو بایډن له کانګرسه غوښتي، چې له لسګونه زره افغان پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي، تر څو د امریکا دایمي استوګن شي.


د امریکا ولسمشر جو بایډن له کانګرسه غوښتي، چې له لسګونه زره افغان پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي، تر څو د امریکا دایمي استوګن شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سي ان ان په یوه راپور کې ویلي، بایډن د افغان پناه غوښتونکو لپاره د قانون تعدیل طرحه د تکمیلي بودجې غوښتنې په ګډون یوه وړاندیز کې تېره اوونۍ قانون جوړوونکو ته لېږلې ده.

سرچینې زیاته کړې، د دغه قانون د تعدیل د تصویب په صورت کې، دا اقدام هغو افغان پناه غوښتونکو ته چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له ۳۱ د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر تر ۲۰ نېټې امریکا ته ځي، اجازه ورکوي، چې د خپلې کډوالۍ وضعیت د بدلون لپاره د دایمي استوګنې لپاره غوښتنه وکړي.

د ویلو ده، چې د تېر کال په اګست کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، څه باندې ۶۰ زره افغانان امریکا ته لېږدول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150254

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150254/

جمهور
  https://www.jomhornews.com