مقتي د اروپايي ټولنې استازي ته!

د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد ونه کارول شي

19 ثور 1401 ساعت 8:53

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د کابل لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پر کتلي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د کابل لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن پر کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي متقي او نیکلاسن لیدنه پرون یکشنبې د غوايي ۱۸ مه شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټر لیکلي ښاغلي نیکلاسن د اقتصادي وضعيت د پياوړتيا، ښوونې او روزنې، خلکو ته د کار د خوندي فُرصتونو د برابرولو په اړه د هڅو د دوام او امنيتي مسايلو په اړه خپل نظريات شريک کړل.
 
د هغه په وینا نوموړي ټينګار وکړ چې د ټولو ستونزو د هواري يوازېنۍ لاره د خبرو اترو په ادامې کې نغښتې ده.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر نیکلاسن ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هېچا ته ګواښ نه پېښېږي.

د بلخي په وینا دواړو لوريو د افغانستان او اروپايي ټولنې تر مينځ د داسې همکاريو پر پياوړتيا ټينګار وکړ، چې د خلکو د ژوند د وضعيت د ښه والي لامل شي.‌
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150301

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150301/

جمهور
  https://www.jomhornews.com