امریکا د ښځو د حجاب په اړه د افغان حکومت پر نوې تګلاره نیوکه وکړه

19 ثور 1401 ساعت 9:00

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، د افغانستان د نوي حکومت وروستۍ کړنې او د مشرتابه اوسنۍ تګلاره د اندېښنې وړ ده.


د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس وېسټ ویلي، د افغانستان د نوي حکومت وروستۍ کړنې او د مشرتابه اوسنۍ تګلاره د اندېښنې وړ ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي په تازه ټوېټونو کې پر دې تګلاره نیوکه کړې ده وایي، د افغان حکومت وروستۍ کړنې ښایي د نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمنځ تعامل او اړیکو ته زیان ورسوي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د نوي حکومت مشرتابه دې له نړیوالې ټولنې سره پر کړو ژمنو عمل وکړي، بشري حقونه دې رعایت کړي، نجونو او ښځو ته دې د کار او زده کړو اجازه ورکړي او په دې تړاو دې خپله تګلاره کې بدلون راولي.

د یادونې ده، چې د افغانستان حکومت درې ورځې وړاندې د ښځو د حجاب په اړه نوی فرمان صادر کړ او په دغه فرمان کې یې له ټولو مېرمنو وغوښتل، چې شرعي حجاب مراعات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150303

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150303/

جمهور
  https://www.jomhornews.com