فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار وټاکل شو

19 ثور 1401 ساعت 9:25

د افغانستان حکومت د پوهنې پخوانی وزیر ډاکټر فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت د ارشد سلاکار په توګه ټاکلی دی.


د افغانستان حکومت د پوهنې پخوانی وزیر ډاکټر فاروق اعظم د اوبو او برېښنا وزارت د ارشد سلاکار په توګه ټاکلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ډاکتر اعظم پرون یکشنبې د غوايي ۱۸ مه په رسمي ټول د دغه وزارت کارکوونکو ته و ورپژندل شو او په دنده یې پیل وکړ.
 
ډاکټر فاروغ اعظم په لندن کې د اوبو سرچینو د رغونې په څانګه کې د دکتور تر کچې زده‌کړې کړې دي او د اوبو منازعاتو د حل څانګې غړی هم پاتې شوی دی.
 
ښاغلی اعظم په تېر حکومت کې د پوهنې وزیر هم پاتې شوی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150306

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150306/

جمهور
  https://www.jomhornews.com