د افغانستان بانک له اروپايي ټولنې د همکارۍ غوښتنه کړې

19 ثور 1401 ساعت 12:01

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن د افغانستان د مرکزي بانک له چارواکو سره لیدلي.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن د افغانستان د مرکزي بانک له چارواکو سره لیدلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مرکزي بانک په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې په یاده ناسته کې دواړو خواو د بانکي نظام پر عادي کېدو او د بانکونو له لارې د بشري مرستو په دوام ټینکار کړی.

سرچینې زیاته کړې، افغان چارواکو له مقابل لوري د بانکي سکټور په وده کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

په ټوېټ کې ویل شوي، د اروپايي ټولنې استازي له افغانستان سره په بانکي او مالي برخو کې په خپلو ژمنو ټینکار کړی او ویلي چې دا لړۍ به راتلونکي کې هم دوام ولري.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150313

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150313/

جمهور
  https://www.jomhornews.com