د کانونو له درکه ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

19 ثور 1401 ساعت 12:14

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو له درکه ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو له درکه ۳۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر هل مخې دغه وزارت په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، یاد عواید یې د روانې غويي میاشتې له لومړۍ تر ۶ نېټې پورې راټول کړي.

که څه هم وزارت نه دي ویلي، چې راټول شوي عواید په کومو برخو کې دي خو له دې مخکې یې یو شمېر پروژې د قرار داد لپاره اعلان ته وړاندې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150315

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150315/

جمهور
  https://www.jomhornews.com