سګار:افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخ دی

20 ثور 1401 ساعت 7:22

د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار ویلي چې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.


د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش ادارې یا سیګار ویلي چې افغانستان له سختې وچکالۍ سره مخامخ دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیګار پرون دوشنبې د غوایي ۱۹ مه په یوه ټوېټ کې ویلي، داسې وچکالي، چې دې هېواد په وروستیو دریو لسیزو کې نده لیدلې.

سیګار د سره صلیب او د سرې میاشتې د کمېټو په حوله زیاته کړې،په افغانستان کې په متوسط ډول هغه ساحه ډېره کمه شوې چې تر ژمي مخکې پرې غنم کرل شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرڼې ادارې FAO ویلي و چې افغانستان د ۳۴ ولایتونو له جملې ۲۵ یې سختې وچکالۍ ځپلي چې دې چارې د شاوخوا ۱۴ ميلیون وګړو ژوند اغېزمن کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150337

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150337/

جمهور
  https://www.jomhornews.com