د مالياتي جريمو د معافيت موده د څلورو مياشتو لپاره هم تمديد شوې

20 ثور 1401 ساعت 8:21

د مالیې وزارت وايي، د مالياتي جريمو د معافيت موده د څلورو نورو مياشتو لپاره هم تمديد شوې ده.


د مالیې وزارت وايي، د مالياتي جريمو د معافيت موده د څلورو نورو مياشتو لپاره هم تمديد شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ماليې وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي چې متشبثینو ته د اسانتیاوو برابرولو او پر وخت د مالیاتو ورکړې ته د هغوی د هڅولو په موخه یې د ټاکل شوي نورم مالیه کمه کړې او کوچني متشبثین یې د تېرو کلونو له باقيدارۍ او مالیاتو څخه معاف کړي دي.

دغه وزارت وايي، د مالياتي جرايمو د معافيت لپاره د تېر کال د کب تر ۲۹مې پورې مهلت ټاکل شوی و خو ځينې ماليه ورکوونکي د وخت د کمي له کبله پر خپلو تادياتو بريالي نه شول.

سرچینه زیاتوي، له همدې کبله د ماليې وزارت د عوايدو عمومي رياست د بيا وړانديز پراساس او د رياست الوزرا د مقام په هوکړه دغه مهلت د روان کال د غبرګولي تر ۳۰ مې نېټې پورې د څلورو نورو مياشتو لپاره هم تمديد شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150342

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150342/

جمهور
  https://www.jomhornews.com