ننګرهار کې د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې

20 ثور 1401 ساعت 8:27

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د چارو د پیلېدو خبر ورکوي.


د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسولو د یوې شبکې د چارو د پیلېدو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شبکه د ننګرهار د کليو پراختيا رياست تر چتر لاندې د يونيسف په لس ميليونه افغانيو مالي لګښت او د COAR موسسې په تخنيکي همکارۍ پیل شوې ده.

چارواکي وايي، د پاکو اوبو رسولو د دغې شبکې په بشپړېدو سره به د نازيانو ولسوالۍ بره لنډۍ کلي کې څلور سوه کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

د پاکو اوبو د رسولو د دې شبکې د پيلېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې په دې وروستيو کې له بېلابېلو ولايتونو د وچکالۍ راپورونه ورکول شوي دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150343

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150343/

جمهور
  https://www.jomhornews.com