کرزي د جرمني له مرستیال سفیر سره لیدلي

20 ثور 1401 ساعت 10:16

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د جرمني د سفیر له مرستیال ستیفن شنیک سره وکتل.


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې د جرمني د سفیر له مرستیال ستیفن شنیک سره وکتل.
 
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه کتنه نن سه شنبې د غوايي ۲۰ مه د ښاغلي کرزي په کور کې شوې او دواړو خواوو د افغانستان او د سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې.
 
ښاغلي کرزي، جرمني د افغانستان پخوانی دوست وباله او د افغانستان له خلکو سره یې د دې هیواد له همکاریو مننه وکړه.
 
پخواني ولسشمر له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسې برخو کې د جرمني د لا ډېرو همکاریو هیله څرګنده کړه.
 
د حامد کرزي له فسبوک پاڼې په خپاره شوې خبر کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 150350

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150350/

جمهور
  https://www.jomhornews.com