۱
انس حقاني:

د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلام څخه متنفره نه شي

سی شنبه ۲۰ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۶
د افغانستان د اسلامي امارت لوړی پوړی غړی انس حقاني وايي، د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلام څخه متنفره نه شي.
د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلام څخه متنفره نه شي
د افغانستان د اسلامي امارت لوړی پوړی غړی انس حقاني وايي، د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلام څخه متنفره نه شي.
 
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني چې نن سې شنبه د غوايي ۲۰ مه کابل کې امربالمعروف وزارت لخوا سیمنار ته وینا کې و ویل، چې اسلامي احکام لکه څنګه چې اسلام وايي باید په هماغه ډول پلي شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلام څخه متنفره نه شي، بلکې څنګه چې مخکې قرباني ورکړه اوس باید هماغه ډول د خلکو خیال وساتو.
 
هغه ویلي« د امربالمعروف په نوم باید خلک له اسلام څخه متنفره نه کړو، بلکې څنګه مو چې مخکې قرباني ورکړه اوس باید هماغه ډول د خلکو خیال وساتو. د اسلامي احکامو له پلي کېدو نه شو تېرېدلی، خو څنګه چې اسلام وایي په هماغه ډول به یې په سمه توګه پلي کوو.»
 
دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف وزارت په دې وروستیو کې د ښځو د حجاب اجباري کېدو په اړه حکم ورکړی او تر دې مخکې هم له نارینوو څخه غوښتي و چې د ژیرې په پرېښودلو سره ځان په سنت طریقه برابر کړي.
 
د ښځو د حقوقو د ملاتړ بنسټونو د طالبانو د امر بالعمروف وزارت پر پرکړې په انتقاد سره ویلي چې طالبانو د اقتصادي بحران ته د رسېدو پر ځای د ښځو ځپلو ته مخه کړې ده.
 
خو اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، حجاب د افغانانو کورنۍ موضوع ده او د زور زیاتي په معنا نه ده.

د ښاغلي مجاهد په وینا افغان ښځې خپله حجاب مراعتوي، هغه یو سلنه چې پاتې دي، هغوی ته هم اختیارات ورکړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي