د کورنیو چارو وزارت حاجیانو ته د پاسپورټ د وېش لړۍ اسانوي

21 ثور 1401 ساعت 8:49

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د حاجیانو لپاره به د پاسټورټونو د وېش په چارو کې اسانتیاوې راولي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د حاجیانو لپاره به د پاسټورټونو د وېش په چارو کې اسانتیاوې راولي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي، د پاسپورټ له عمومي ریاست او د حج او اوقاف له ادارې سره یې یو تفاهم لیک په دې تړاو لاسلیک کړی دی.

په دغه خبرپاڼه کې، چې پرون سه شنبې د غوايي ۲۰ مه خپره شوې، د هغو کسانو د پاسپورټ د ورکړې چارې دې ګړندۍ شي چې سږکال حج ته روان دي.

اعلامیه کې د حج او اوقاف له ادارې غوښتل شوې دي، چې د ټولو هغو کسانو د شهرت په اړه دې د پاسپورټ عمومي ریاست ته معلومات ورکړي چې د حج نیت یې کړی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 150393

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/150393/

جمهور
  https://www.jomhornews.com